د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت مسوولین وايي، سږ کال به د اټکل لمخې د ننګرهار کانال له څلورګونو فارمونو د زیتونو له را ټولو شویو حاصلاتو شاوخوا دېرش ټنه اچار ترلاسه شي. د دغه شرکت ویاند همایون غریبمل ویلي، تېر کال له څلور ګونو فارمونو ۱۲ ټنه اچار تر لاسه شوي وو. نوموړی د زیتونو د اچارو زیاتوالي لامل پر وخت د زیتونو بڼونو پالنه، تخنیکي چارې او نور فعالیتونه یادوي. د ننګرهار ولايت اوسېدونکي د زيتونو تېل او اچار د بهرنيو هغو په پرتله غوره ګڼي خو وايي، نرخونه يې باید راکم شي او دغه راز بايد د هېواد نورو بازارونو ته هم ولېږدول شي.