د کندوز ولایت د برېښنا ریاست مسوولینو وایي، چې د دغه ولایت څخه تر شېرخان پورې د ۱۱۰ کیلو ولټ برېښنا مزي د غځولو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره د دې پروژې چارې د افغانستان برېښنا شرکت په مالي ملاتړ له شېرخان بندر څخه د کندوز تر مرکزي سب اسټېشن پورې د ۶۳ کیلو متره په اوږدوالي سره د ۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې او د ۲ میاشتو په موده کې به بشپړې شي. د یادولو وړ ده، چې د کندوز ولایت د برېښنا عمومي لګښت ۵۰ میګاواټه انرژي ده، چې د تاجکستان له وارداتي برېښنا څخه برابرېږي.