د لغمان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه کانال د کیندلو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د سیندیزې حوزې مسوولین وایي، چې دغه کانال د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ اړوند شختري سیمه کې د ۷ کیلومترو په اوږدوالي د ۳۵۰ زره ډالرو په لګښت د ۸ میاشتو په موده کې جوړېږي، چې په مرسته به یې ۴۰۰۰ جریبه ځمکه خړوبه شي. د سیمې بزګران بیا وايي چې د دغه کانال په جوړېدو سره به د کرنیزو ځمکو د اوبو د کمښت ستونزه حل او د دوی اقتصادي وضعیت به ورسره ښه شي.