د روزګان ولایت ځایي سرچینو ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې یو روغتيايي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د مالوماتو له مخې دغه روغتیايي مرکز د یاد ولایت مرکز ترینکوټ اړوند په آبردې سیمه کې د نږدې ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی دی. سرچینې زیاته کړې چې دغه مرکز د جاپان (او یو.این.اچ. سي آر) په مالي ملاتړ د ۸ میاشتو په موده کې جوړ شوی، چې شاوخوا ۱۱ زره کسانو ته به روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي. د یاد روغتيايي مرکز د پرانیستلو په مراسمو کې د ځايي چارواکو تر څنګ د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو معین او د UNHCR مؤسسې د زون مسوول سیرهي چوماکو هم ګډون کړی و او ګډونوالو ته یې ډاډ ورکړی چې ستونزو ته به یې رسېدنه وکړي.