د کابل په بادام باغ کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د (معیاري تولید؛ نړیوال بازار ته لاسرسی) په نوم د کرنیزو محصولاتو ۳۱م نندارتون پرانیستل شو. د پرانستې په دغو مراشمو کې د سرپرست حکومت چارواکو او د ملي او نړیوالو بنسټونو استازو ګدون کړی و. د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د یاد نندارتون د پرانیستې مراسمو کې وویل، چې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته هېواد کې غیرې رسمي اقتصادي فعالیتونه د پام وړ کم شوي دي. نوموړي دغه راز ویلي، چې هېواد کې د کوکنارو کښت صفر شوی او د بدیل معیشت د بېلابېلو پروژو د تطبیق چارې روانې دي. هغه زیاته کړې، چې سرپرست حکومت د کرنې میکانیزه کولو لپاره هېواد کې مهمې برنامې پلې کړې دي. دغه نندارتون د تلې د میاشتې تر ۲۸مې نېټې پورې دوام کوي او بېلابېل کرنیز توکي په کې نندارې ته وړاندې شوې دي.