د کندهار د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې سږ کال تر دې مهاله له دغه ولایت څخه بهرنیو هیوادونو ته ۶۰۱۵ ټنه انار صادر شوي او تمه کېږي، چې په دغو صادراتو کې به د نورو کلونو په پرتله نور زیاتوالی هم راشي. دغه صادرات متحده عربي اماراتو، هند، انګلستان، قرغزستان، لبنان او پاکستان هیوادونو ته شوي او نږدې راتلونکي کې به نورو هیوادونو ته هم صادر شي. بڼوال وایي، که دلته سړېخونې موجودې وای نو کروندګرو او سوداګرو به کولای شول چې انار په کې وساتي او بیا یې په ژمي کې په ښه بیه وپلوري. په کندهار کې د انارو تر ټولو ډېر باغونه په ارغنداب ولسوالۍ کې دي، خو په معروف، ارغستان، میوند، پنجوايي او ځینو نورو ولسوالیو کې یې هم باغونه شته.