د روغتیا نړیوال سازمان پرون د اکتوبر ۱۶مه چې د خوړو نړیوالې ورځې په نامه نومول شوې، ویلي، چې ۲۳.۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري. یو شمېر د اقتصادي چارو شنونکي په افغانستان کې اقتصادي وضعیت ډېر د اندېښنې وړ بولي. دوی وایي په کابل او نورو ښارونو کې له بې وزلۍ سره مخ افغانان د خوراکي توکو له لوړو بیو او بې کارۍ هم سرټکوي. د کابل ښاروالۍ مسوولین بیا وايي، چې دوی په ښار کې بیې کنټرولي او د سرغړوونکو پلورنځي او کاروبارونه مهرولاک کوي. مرستندویه ادارې وايي، په افغانستان کې د طبیعي پیښو تر څنګ، بې روزګارۍ او لوړو بیو خوراکې توکو ته د خلکو لاسرسی ډېر سخت کړی دی. د روغتیا نړیوال سازمان بیا په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې روان کال د اړمنو افغانانو شمېر ۲۷.۳ ته رسېدلی دی. په داسې حال کې، چې په ۲۰۲۱ کال کې دا شمېر ۱۸.۴ میلیونه و.