د خوست ولایت د جلغوزیو یو شمېر سوداګر له هېواده بهر د صادراتو برخه کې د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کوي. دوی وایي د سرپرست حکومت له مشرانو دا غوښتنه لرو، چې بهرنيو هېوادونو ته دې د صارداتو لپاره هوايي لارې او نورې اسانتیاووې برابرې شي. بلخوا د یاد ولایت ځایي چارواکي وایي، چې دوی د سوداګرو ستونزو ته د رسېدنې په موخه له مرکزي حکومت سره په اړيکه کې دي. خوست کې د جلغوزيو اتحاديې مسوولینو د غيرې رسمي معلوماتو پر بنسټ، ښايي سږکال په سویل ختیځو ولایتونو خوست، پکتيا او پکتيکا ولايتونو د جلغوزيو حاصلات تر ۳۵۰۰ ټنو پورې ورسيږي.