د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا پرخپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې په افغانستان باندې مخ په زیاتیدونکي توګه د اقلیم بدلون اغیزوته په کتو باید په دې تړاو په نړیوالو بحثونو کې د افغانانو غږ باید واورېدل شي. نوموړې ویلي، چې بل کال ته په دې مسله د افغانانو د غږ د اوریدلوپرته نړیوال بحث ته نشي تللی. اوتنبایوا دغه څرګندونې په کابل کې د اقلیم د بدلون د اغیزو په اړه په نړیوال کنفرانس له ګډون وروسته کړې دي. ټاکل شوې، چې د اقلیم د بدلون د اغیزو په اړه د روان ۲۰۲۴ کال د نومبر ۱۱مې څخه تر ۲۲ پورې د اذربایجان پایتخت باکو کې جوړ شي. ملګري ملتونه وايي چې په داسې حال کې چې د اقلیم په بدلون کې د افغانستان ونډه نږدې د هیڅ په حساب ده دا هیواد د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی چې د اقلیم د بدلون د سختو اغیزو سره مخ دی او د اقلیم د اغیزو د کمولو لپاره لازم چمتوالی هم نلري.