د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال له ایران سره پر پوله کې پر افغان کډوالو د ډزو په غبرګون کې ویلي، د نړۍوالو قوانینو لهمخې باید له کډوالو او پناه غوښتونکو ساتنه وشي. د نوموړي په وینا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ په دې اړه د رڼو څېړنو غوښتنه هم کړې ده. د ایران په سیستان او بلوچستان سیمه کې د یو شمېر افغان کډوالو له وژل کېدو وروسته، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال وویل چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستیال پلاوي دواړو لوریو ته یادونه کړې چې د کډوالو او پناه غوښتونکو حقونه باید د کډوالو د نړیوالو حقونو په چوکاټ کې خوندي وي. د فرحان حق په وینا، په افغانستان کې ملګرو ملتونو استازولي په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې او په دې اړه یې د بشپړې څېړنې غوښتنه کړې .د افغانستان سرپرست حکومت دغې پېښې ته د رسېدو لپاره یو پلاوی ټاکلی؛ خو تر اوسه یې د دغه پلاوي په اړه جزیات نه دي ورکړي.