د نغلو ۱۰ ميګاواټه لمريزه برېښنا، نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د چارواکو په وینا، له دې چارې سره به په کابل او جلال اباد کې ۱۰زره کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شي. د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبدالطيف منصور د نغلو د ۱۰ميګاواټه لمريزې برېښنا پروژې پرانيست غونډه کې ویلي، چې د اوبو مديريت، د انرژۍ توليد او واردول د سرپرست حکومت مهم لومړيتوبونه دي او کار به ورته کوي. نوموړي ویلي، چې اوسمهال افغانستان کې ۹۰۰ ميګاواټه برېښنا شتون لري او هڅې روانې دي، چې په لنډ وخت کې دغه اندازه ۱۰۰۰ ميګاواټه ته لوړه شي. د یادونې ده چې دا پروژه د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د وزارت تر څارنې لاندې د یوې خصوصی کمپنۍ په اته ملیونه ډالره پانګونې پلې شوې ده.