د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د جلغوزیو په حاصلاتو کې د ۱۸ سلنه زیاتوالي خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ځنګلونو د ساتنې آمر توریالي پیغام ویلي، چې تېر کال په دغه ولایت کې د جلغوزیو حاصلات ۱۴ ټنه و، خو سږکال یې حاصلات ۲۵ ټنو ته رسېږي، چې دغه شمېر د تېر کال په پرتله ۱۸ سلنه زیاتوالی ښه يي. نوموړي د یادو حاصلاتو د زیاتوالي لاملونه د ځنګلونو د ساتنې په اړه عامه پوهاوی ښودلی دی.