د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د یونیسف موسسې له لوري د یاد ولایت له روغتیایې مرکزونو سره د اته کانټينره درملو د مرستې خبر ورکړی دی. د یونیسف موسسې له لوري د یاد ولایت له بېلابېلو دولتي روغتیایي مرکزونو سره د اته کانټینره بېلابېلو سل قلمه درملو مرسته شوې، چې ورسره به د یاد ولایت د دولتي روغتونونو کې د درملو ستونزې حل شي. ورته وخت کې د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس آمین الله شریف د یادې موسسې څخه د مننې ترڅنګ ویلي، چې یاد مرسته شوي درمل به د درېیو میاشتو لپاره ناروغانو ته ورکړل شي.