د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې( ایف اې او ) خبر ورکړی، چې په روان ۲۰۲۴م کال کې یې له پنځه زره کورنیو سره مرستې کړې دي. یادې ادارې پرون پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې، د کلیوالو کورنیو لاسنیوی د خوراکي موادو د حقونو د تامین لپاره اساسي اقدام دی. دغې ادارې تېره ورځ په یوه بل بیان کې ویلي وو، چې له څه باندې ۱۵ زره ښځو سره یې چې د خپلې کورنۍ مسوولیت ور تر غاړې ده، له سره د چرګو، دانې، واکسین او د چرګانو د پالنې په برخه کې څینې نورې مرستې هم کړې دي .بلخوا د بېوزلۍ څواړخیز نړیوال شاخص یو تازه خپاره کړي راپور ویلي، چې په افغانستان کې ۱۵.۵ ميلیونه ماشومان او ۱۰.۸ ميلیونه لویان په بېوزلۍ کې ژوند کوي.