د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو ایف پي ) ویلي، چې په افغانستان کې څه باندې ۲۷ میلیونه وګړي په کافي اندازه خواړه نه لري او په ټول هېواد کې د ژمي لپاره بېړنیو مرستو ته ډېره اړتیا لیدل کیږي. د خوړو نړیوال پروګرام د چین د حکومت له مرستو مننه کړې، چې په تېره یوه میاشت کې یې په ټول افغانستان کې له ۳۵ زره کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده. تېر کال د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د مرستو د کمښت له امله د خپلو مرستو د ترلاسه کوونکو له لیست څخه لس میلیونه کسان ایستلي وو. د روان کال په پیل کې یاد پروګرام خبر ورکړی و، چې افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر د تېر کال پرتله درې برابره زیات شوی دی.