په پنجشېر ولایت کې دکانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو ویلي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې په ۱۱ پړاونو کې ۳۵ زره او ۸۷۴ قیراطه زمرد د یو میلیون او ۶۱۴ زره ډالرو په ارزښت پلورلي دي. د مسوولینو په خبره د پلورل شویو زمردو له لیلام څخه یې ۱۶۱۴۰۰ ډالره ګټه د دولت خزاني ته ورکړې ده. د سرپرست حکومت واک ته له رسیدو سره سم په افغانستان کې، د تېلو، ګازو، ډبرو سکرو او قیمتي ډبرو د کانونو اېستلو ته ډیره پاملرنه کړې ده. په داسې حال کې چې په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان د بېلابېلو کانې زیرمو اېستلو قرادادونه یې چین او یو د شمېر نورو هېوادونو په ګډون کورنیو شرکتونه ته هم ورکړي دي.