د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې سږ کال له دغه ولایت څخه بهرنیو هېوادونو ته ۶۱کیلوګرامه زعفران صادر شوي دي. د یاد ریاست ویاند رسنیو ته ویلي، چې له کندهار څخه متحده عربي اماراتو، هند، کاناډا، المان او ازبکستان ته ۶۱.۲۵ کیلو ګرامه زعفران صادر شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال له دغه ولایت څخه ۱۷.۶۹ کیلو ګرامه زعفران نړیوالو بازارونو ته لېږدول شوي وو. د یادونې وړ ده چې د زعفرانو کرکیله نه یوازې د کورني اقتصاد په وده کې مرسته کوي بلکې نړیوالو بازارونو کې د هېواد کرنیزو توکو ارزښت هم پیاوړی کوي.