د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د ۱۴۰۲ کال د وږي میاشتې نه د ۱۴۰۳کال تر تلې میاشت پورې څه باندې ۷۳۳ زره افغانان له پاکستانه هیواد ته را ستانه شوي دي. د دغه راپور له مخې، تر سلو زرو ډېرو ستنو شویو کډوالو ته چې د یو پرڅلورمه برخه کورنیو سرپرستانې یې ښځې وې، مرستې هم وېشل شوې دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، چې کابو ۳۳ سلنه راستنېدونکي غواړي د کابل، ننګرهار، هلمند او بلخ ولایتونو مرکزونو ته بیرته ستانه شي. یاد سازمان ټينګار کوي، چې د روان ميلادي کال په مې او جولای مياشتو کې افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو شمېر په بې سارې توګه ډېر شوی او هره مياشت ۳۸ زره افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته راستنیږي.