د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ پکتیا ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ځنګلونو د خوندیتوب ارزونه کړې. نوموړي د دې سفر په ترڅ کې د ځنګلونو ساتنه د ملي شتمنیو مهمه برخه بللې ده. عطاء الله عمري په ټېنګار سره ویلي، د ځنګلونو وهل او د چارتراشو قاچاق د سرپرست حکومت د پرېکړې له مخې منع دي. نوموړي له سیمه ییزو ادارو د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې. دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې سرپرست حکومت د هېواد د ځنګلونو د پرې کولو او قاچاق مخنیوي په موخه شنه قطعه جوړه کړه، چې ورسره د غرنیزو ونو وهل او قاچاق ټیټې کچې ته راټيټ شو.