د کندهار ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې له دغه ولایت څخه روان کال څه باندې ۲۳ زره ټنه انګور بهرنیو هیوادونو ته صادر شوي دي. دغه راز د یاد ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت خبر ورکړی، چې په روان ۱۴۰۳ هـ ش کال کې د کندهار سربېره له هلمند او روزګان ولایتونو څخه هم نږدې ۲۴ نیم زره ټنه انګور بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي. د ځایي چارواکو د مالوماتو له مخې د دې صادراتو ډېره برخه یې پاکستان او هند ته لېږدول شوي دي.