د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د سرپرست حکومت له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې یوناما به په نږدې وخت کې په افغانستان کې د کوچنیو کاروبارونو د ودې لپاره د پورونو د ورکړې لړۍ پیل کړي. اوتنبایوا ویلي، چې په کابل کې د افغانستان د محصولاتو د معرفي کولو په برخه کې وروستي نندارتونونه اغیزمن دي. نوموړې همداراز ویلي، چې له افغانستان څخه یې بهر د خپل وروستي سفر په ترڅ کې له یو شمېر هېوادونو او مرستندویه ادارو سره هم خبرې کړي او یوناما د افغانستان لپاره د را روان ژمي د اړتیا وړ مرستې ترلاسه کړي دي.