د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د ۱۴۰۳ کال د وږي مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي. د دې ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۷۳.۹ ميليونه ډالرو او د وارداتو ټول ارزښت ۹۵۴.۱ ميليونه ډالرو ته رسېږي. د ارقامو دا تحلیل ښيي چې د روان کال د وږي مياشتې د صادراتو ارزښت د زمري مياشتې د صادراتو په پرتله ۷۰.۶ ميليونه ډالر زیاتوالی لري. له بل لوري د ۱۴۰۳ کال په زمري میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۱۰۱۱.۱ میلیونو ډالرو ته رسیده، چې د همدې کال په وږي مياشت کې د ۵۷ میلیونو ډالرو په ارزښت کموالی پکې راغلی. ارقام ښيي چې د ۱۴۰۳ کال په وږي میاشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او عربي متحده اماراتو ته او تر ټولو زیات واردات بیا له ایران، پاکستان او چین هېوادونو څخه شوي دي.