د ایران ولسمشر معسود پزشکیان د هند لومړي وزیر نریندرا مودي سره د روسیې کازان کې د برېکس غونډې په څنډه کې ویلي، له افغانستان سره تعامل اړین او د سیمه ییزو هېوادونو مشترکه اړتیا ده. د ايراني رسنيو د خبر له مخې، پزشکیان نريندرا مودي ته ویلي، له افغان ملت سره د ستونزو په حل کې باید مرسته وشي او زیاته کړې یې ده چې ایران د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات له ټینګښت سره مرسته وکړي. د مسکو په کوربتوب د روسیې کازان ښار کې د برېکس ۱۶ غونډه پیل شوې چې مهم بحث یې د اقتصادي مسایلو پر پراختیا راڅرخېده.