د سرپرست حکومت مرستیال ویاند وایي، سرپرست حکومت د برېکس سازمان غونډې په اجنډا او محور کې د افغانستان ځای درلودلو ته په مثبت نظر ګوري. حمدالله فطرت رسنیو ته په استولي غږیز کليپ کې ویلي، سرپرست حکومت د سیمې هېوادونو پام دېته راګرځوي، چې د افغانستان اقتصادي رغښت، ارامښت او ثبات په سیمه ییزه کچه د ټولو په ګټه دی. نوموړي غوښتنه کړې، چې د برېکس سازمان دې د داسې ناستو او یا نورو تعاملاتو له لارې د سیمه ییز ثبات او اقتصادي پیاوړتیا کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او افغانستان د سیمې د هېواد په توګه دې برخه کې مهم رول لوبوي. فطرت همداراز د برېکس سازمان راتلونکو ناستو کې د ګډون غوښتنه کړې څو د افغانستان غوښتنې او غږ د برېکس سازما له غړو هېوادونو سره شریک شي.