د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال سیاسي مرستیال د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لخوا د کډوالو فرصتونو او ننګونو په نوم جوړ شوي یو ورځني سیمینار کې ویلي له ګاونډیو هېوادونو غواړي چې له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي او افغان کډوال په زوره له خپلو هېوادونو ونه باسي. مولوی عبدالکبیر دغه راز وايي چې سرپرست حکومت هڅه کوي په سیاسي او اقتصادي برخو کې هم د پام وړ پرمختګونه ولري. نوموړي د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې له سوداګرو وغوښتل چې په کور دننه پانګونه وکړي څو هېوادوالو ته د کار لا زیاته زمینه برابره شي. د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت سرپرست هم په دې پروګرام کې وایي، بیلابیل مسایل لامل شوي چې هېوادوال کډوالۍ ته مخه کړي. خو د نوموړي په وینا په هېواد کې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته میلیونونه افغان کډوال بیرته هېواد ته راستانه شوي دي.