د پنجشېر ولایت د کرنې، ریاست چارواکو په دغه ولایت کې د کچالو په حاصلاتو کې د ۱۷ سلنه زیاتوالي خبر ورکړی دی. د پنجشېر د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس، فضل الله دیوبند ویلي، چې تېرکال په دې ولایت کې د کچالو حاصلات ۸ زره ۲۹۰ متریک ټنه وو، خو سږ کال دا شمېر ۹ زره ۸۵۸ متریک ټنو ته رسېدلی، چې دغه شمېر د تېرکال په پرتله ۱۷ سلنه زیاتوالی ښه يي. نوموړي د کچالو د حاصلاتو زیاتوالي لاملونه د کرنې د ساحو پراختیا او بزګرانو ته د کرنې د نویو لارو چارو په اړه پوهاوی وباله، چې د حاصل خېزۍ په ښه کېدو کې مهم رول لري. دیوبند زیاته کړه چې د کرنې په برخه کې د پرمختللو میتودونو زده کړه او په زیات شمېر د کرنیزو ساحو پراختیا به د پنجشېر د کروندګرو په اقتصادي وضعیت کې هم مثبت اغېز وکړي.