د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د روان کال په جریان کي تر دا مهاله له کندهار، هلمند او روزګان څخه ۴۰ زره ټنه پنبه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې ده. د یاد ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وايي، چې د دغو صادراتو لویه برخه پاکستان او ایران ته صادره شوې ده. نوموړي زیاته کړه چې د پنبې د صادراتو شمېر به د کال تر پایه پورې نور هم زیات شي.