د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې افغان سوداګرو د قزاقستان الماتا ښار ته ۲۳ټنه انار صادر کړي دي. د دې وزارت په خبره، قزاقستان ته د سرپرست حکومت د پلاوي له سفر او د دواړو هېوادو د خصوصي سکټور ترمنځ د څو هوکړه لیکونو له لاسلیک وروسته دا لومړۍ کڅوړه ده، چې دغه هېواد ته صادرېږي. د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې دا د افغانستان د انارو لومړۍ جوپه ده، چې دې هېواد ته یې لېږې ده. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د انارو د یوه صادرونکي له قوله ویلي، چې دوی غواړي قزاقستان ته د انارو صادرات زیات کړي.