د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق ( یونیسف) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، که د مخنیوي تدابیر ونه نیول شي؛ ښایي تر ۲۰۳۰ کال پورې به په کابل کې د ځمکې لاندې اوبه په بشپړ ډول وچې شي. یاد بنسټ په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو د وچېدو لامل چټک ښاري کېدل او اقلیمي بدلون ښودلی دی. ورته مهال، په افغانستان کې د یونیسف استازي بیا د ځمکې لاندې اوبو کمېدل بشري ناروین یاد کړی او د بېړنیو مرستو غوښتنه یې کړې ده. د ملګرو ملتونو اړوندو بنسټونو له دې وړاندې هم په افغانستان کې د اقلیمی بدلون د پاېلو په اړه خبرداري وکړي او په دې برخه کې یې د چټکو اقداماتو غوښتنه کړې ده.