کورنیو چارو وزارت د سپکو او درنو وسلو د ګرځولو لپاره پخواني جوازونه، استعلامونه، مکتوبونه او خطونه لغوه اعلان کړي او ویلي یې دي چې نوي جوازونه د جرمونو د کشف او پر وړاندې یې د مبارزې ریاست د ډایاک مدیریت لخوا ویشل کیږي. دغه وزارت په یوه اعلامیه کې د سرپرست حکومت د مشرتابه د حکم په حواله لیکلي، د سرپرست حکومت مسوولین، منسوبین او عامه هېوادوال دې له جواز پرته د وسلو له ساتلو او ګرځولو ډډه وکړي. په اعلامیه کې راغلي، د موټرو د تورو ښېښو او پردو لپاره هم جوازونه د همدې مدیریت لخوا ویشل کیږي او له جواز پرته حکومتي او ملکي وګړي د تورو ښېښو او پردو لرونکو موټرو ګرځولو اجازه نه لري.