د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د خوست ولایت په ملکي تخصصي روغتون کې د نږدې ۶۱ میلیونه افغانیو په لګښت د( ای سي یو ) څانګې د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې دي. د عامې روغتیا وزارت د عرضې خدماتو معین د یادې ودانۍ د چارو د پیل په مراسمو کې ویلي، چې دغه ودانۍ د عامې روغتیا وزارت په مالي ملاتړ د ۶۰.۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي. نوموړي همدارنګه زیاته کړې چې د افغانستان په بېلابېلو ولسوالیو کې د کوچنیو کلینیکونو د جوړولو لپاره شاوخوا ۳ میلیارده افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به یې چارې پیل شي. په ورته وخت کې د خوست د حوزوي روغتون ډاکټران د یادې ودانۍ جوړېدل یوه مهمه اړتیا ګڼي او غوښتنه کوي چې دغه روغتون سره د طبي وسایلو او درملو د مرستو په برخه کې دې هم پاملرنه زیاته شي.