د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازې علیا احمد بن سیف آل ثاني، په سیاسي چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشي له مرستیالې روزمیري دیکارلو سره په کتنه کې د افغانستان په تړاو د دوحې څلورمې غونډې د جوړېدو پر څرنګوالي خبرې کړې دي. د مالوماتو له مخې دا کتنه د ملګرو ملتونو په دفتر کې شوې او دواړو خواوو د دوحې درېیمې ناستې د پاېلو په اړه هم چې څه موده مخکې جوړه شوې وه، خبرې کړې دي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خبره، د دوحې درېیمې ناستې پاېلې به پر څلورمې غونډې هم اغېز وکړي. د دوحې څلورمې جوړېدونکې غونډې د نېټې په اړه څه نه دي ویل شوي. د يادونې ده چې د روان لمريز کال په سرطان مياشت کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د افغانستان لپاره د هېوادونو ځانګړو استازو په ګډون غونډه جوړه شوې وه.