د دایکنډي ولایت دکرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د تېرکال په پرتله د بادامو په حاصلاتو کې ۱۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د یاد ولایت د کرنې ریاست مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې تېرکال د بادامو حاصلات ۲۰۷۶۸.۵ ټنه وو او سږکال ۲۵۴۸۸.۵ ټنه دي چې دغه شمېر د احصاییوي مالوماتو له مخې د تېرکال په پرتله ۱۸ سلنه زیاتوالی ښيي. نوموړي د بادامو حاصلاتو د زیاتوالي اساسي لاملونه د اورښتونو زیاتوالی او بڼوالو ته د کرنې په برخه کې عامه پوهاوی ښودلی دی. د یادولو وړ ده، چې د دایکنډي ډېره ولسوالۍ د هوا له پلوه د بادامو نیالګیو کېنولو ته مناسبه ده او په دغه ولایت کې ۲۴ ډوله بادام موجود دي.