د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په وروستیو میاشتو کې یې ۱۰ میلیارده او ۱۷۰ میلیونه افغانۍ پر یتیمانو، معلولینو او کونډو ویشلې دي. د روان کال د غبرګولي د میاشتې په پیل کې د سرپرست حکومت د شهیدانو او معلولینو وزارت ويلي وه، چې تر ۴۵۰ زرو زیاتې کونډې، یتیمان او معلولین یې ثبت کړي دي. د یاد وزارت چارواکو دغه راز د کال په پیل کې اعلان کړی و، چې د روان کال بودیجه یې ۱۲ میلیارده افغانیو ته لوړه کړې ده. د یاد وزارت ویاند فیصل خاموش ویلي، چې له ټاکل شوې بودیجي څخه په تېرو څو میاشتو کې څه ۱۰ میلیارده افغانۍ پر یتیمانو، کونډو او معلولینو وېشل شوې دي.