د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولینو ویلي، چې د ځینو مرستندویه بنسټونو په مالي مرسته یې کابل کې د یوې اوونۍ پرمهال د سترګو د څه باندې اته زره ناروغانو وړیا درملنه کړې ده. د مسوولینو په خبره په یادو ناروغانو کې د ۸۰۰ هغو یې جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي. یوشمېر هغو ناروغانو چې د سترګو عملیات یې کړي ویلي، چې له عملیاتو وروسته یې، د سترګو لید بېرته ترلاسه کړی دی. د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولینو د دغو ناروغانو د درملنې د بهیر په پای کې دغه راز له مرستندویه بنسټونو غوښتي چې په کابل کې د سترګو د ناروغیو د درملنې لپاره یو معیاري روغتون جوړ کړي.