د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په هېواد کې د اوبو د مدیریت لپاره د کانونو له عوایدو څخه ګټه اخیستل کېږي. د یاد وزارت سرپرست وزیر د اوبو او نرژۍ له سرپرست وزیر سره د کتنې پر مهال د کاني زېرمو له عوایدو څخه د اوبو او برېښنا د بندونو د جوړولو په برخه کې د کانونو د کړنلارې مطابق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی. د مسوولینو په خبره کانونه به د خپلو اوصولو او شرایطو سره سم په قرارداد ورکول کېږي او د ځینو خاصو کانونو عواید به د ځينو پروژو تمویل لپاره ورکړل شي. دوی زیاته کړې، که د هېواد اوبه په معیاري ډول مدیریت شي افغانستان به د کرنې په برخه کې پر ځان بسیا شي.