د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې له دغه ولایت څخه د وطني ریحانو د صادراتو بهیر رسماً پيل شوی دی. د مسوولینو په خبره په همدې تړاو یوه ځانګړې غونډه هم جوړه شوې وه. په دې غونډه کې بهرنیو هیوادونو ته د وطني ریحانو د صادراتو لپاره یو منظم میکانیزم جوړ شوی، او سوداګرو ته رسمي شرط پاڼې هم ورکړل شوې دي، ترڅو صادرات په منظم او اغېزناک ډول بهرنیو هیوادونو ته ترسره کړي. د یاد ولایت د کرنې ریاست مسوولین وایي، دوی یې هر اړخیزه څارنه کړې او د چارو د ښه ترسراوي لپاره یې اړوند مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې هم کړې دي، ترڅو په راتلونکې کې د کرنیزو صادراتو کیفیت نور هم لوړ کړي.