د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستال په مشرۍ، ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځو میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۷ پروژو قراردادونه منظور او د اتو هغو تعدیل کړل. د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ۴۷ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له جملې یې د ۲۷ پروژو قراردادونه منظور، د اته تعدیل، د څلورو لغوه او د اتو پروژو د قراردادونو د قېمتونو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، څو له ګټونکو شرکتونو سره بیاځلې مذاکرات ترسره او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي. په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د غزني ولایت د سلطان بند بیارغونه، په کابل ښار کې د تهیه مسکن د دویم نمبر بلاکونه، د لوګر او کندهار ولایتونو د استیناف محکمو تعمیرونه، د کابل ښار یوشمېر داخلي سړکونه، په مختلفو ولایتونو کې د اړتیا وړ برېښنايي وسایل او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي، چې د سرپرست حکومت له لوري تمویلېږي.