د پوهنې وزارت مسوولین وایي، چې د هیواد په ۲۱ ولایتونو کې د دولتي ښوونځیو ښوونکو ته د پور ورکړې صندوق فعاله دی. د مسوولینو په خبره پخوا په څلورو ولایتونو فعال و؛ خو د سرپرست حکومت په راتګ سره د هیواد په ۱۷ نورو ولایتونو هم فعال شوی دی. د پوهنې وزارت ویاند ویلي، چې دغه مرستندویه بهیر د یوې ځانګړې کړنلارې پر بنسټ مخته وړل کېږي او د ښوونکو د مستحقوالي په نظر کې نیولو سره، هغوی ته پور ورکول کېږي. بل پلو ځینې ښوونکي چې، په دولتي ښوونځیو کې درس ورکوي، د دغه صندوق د جوړېدو هر کلی کوي. د پوهنې وزارت د ویاند په خبره، د پور ورکړې بهیر د اړوندو ولایتونو د پوهنې په ریاستونو کې اجرا کېږي او ټاکل شوې چې، دغه صندوق په نورو ولایتونو کې هم فعال شي.