د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال، له یو شمېر روسي او افغان پانګهوالو سره په کتنه کې د صنعت، سوداګرۍ، ترانسپورټ، کرنې، روغتیا او رېل پټلۍ په برخه کې د پانګونې فرصتونو په اړه خبرې کړې دي. روسي پانګهوالو په دې سکټورونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او له سرپرست حکومت سره یې د همکارۍ ژمنه کړې ده. اقتصادي مرستیال ټینګار کړی، چې افغانستان د طبیعي سرچینو له پلوه بډایه هېواد دی او د پانګونې لپاره ښه فرصتونه لري.