د سرپرست حکومت چارواکي وايي، چې د افغانستان ګاونډي او د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه چین او روسیه لېواله دي، چې دلته خپلې پانګونې زیاتې کړي. د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یوشمېر روسي پانګوالو د سرپرست حکومت له اقتصادي مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې غواړي افغانستان کې د زېربناوو، صنعت، سوداګرۍ، ټرانسپورټ، کرنې، اوسپنې پټلۍ او روغتیا برخو کې پانګونه وکړي. په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې اقتصادي مرستیال ویلي چې افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر شوي او سرپرست حلکومت له ټولو پانګوالو ملاتړ کوي. په همدې حال کې د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو هم د افغانستان د نفتو په استخراج کې د چینايي پانګوالو د لېوالتیا خبر ورکړی دی.