د بلخ ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې لهخوا پر ۶۵۰ اړمنو او زیانمنو کورنیو نغدي مرستې وېشل شوې دي. د مسوولینو په خبره دغه مرستې د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په مالي مرسته وېشل شوې، چې هرې کورنۍ ته ۳۰زره افغانۍ ورکړل شوې دي. په بلخ کې د سرې میاشتې ټولنې مسوولین دغه راز وایي، چې په پلان کې لري ددغو مرستو په لړ کې د روانې اوونۍ ترپایه د یاد ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې هم پر ۶۵۰ نورو بېوزله کورنیو او د راتلونکې اوونۍ په اوږدوکې په فاریاب ولایت کې پر ۷۰۰ کورنیو نغدي مرستې ووېشي.