د پنجشېر ولایت ځايي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په ۳ ولسواليو کې ۳۰ بستریز روغتيايي مرکزونه جوړېږي. د مسوولینو په خبره دغه مرکزونه د پنجشېر د پریان، درې، او لومړۍ حصې ولسوالیو په هغه سیمو کې جوړېږي چې له دې وړاندې يې اوسېدونکو په سختۍ د نورو ولسوالیو روغتیايي مرکزونو ته خپل ناروغان وروړل او د لومړنیو روغتیايي خدمتونو پرته يې بستر روغتیايي خدمتونه، نه درلودل. په ورته وخت کې تېره ورځ د یادو روغتیايي مرکزونو لپاره يو شمېر ولسي خلکو خپلې ځمکې وقف کړې او ولایتي ادارې ته يې ډاډ ورکړی، چې د یادو روغتیايي مرکزونو لپاره به خپله همکاري ونه سپموي.