د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د لس میلیونه ډالرو په لګښت د ورقو او کارتن جوړولو یوې معیاري فابریکې په فعالیت پیل وکړ. د یادې فابریکې د پرانیستې په مراسمو کې د هرات مرستیال والي مهاجر فراهي د صنعتي پرمختګ ستاینه وکړه او وې ویل چې د افغانستان راتلونکی د صنعتي او صادراتي هېواد په توګه روښانه دی. نوموړي زیاته کړې، چې هغوی د صنعتکارانو او پانګوالو سره په هره برخه کې لازمه همکاري کوي او د اقتصاد ودې او د کاري فرصتونو ډېرولو لپاره لازمې اسانتیاوې برابروي. په ورته وخت کې د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس حمیدالله خادم وویل، چې د ورقو او کارتن جوړولو په دغه فابریکه کې ۱۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې چې په ساعت کې به د ۲۰ زره متره په اندازه ورقې او کارتنونه تولیدوي. په دغه فابریکه کې لسګونو هېوادوالو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده.