د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ویلي، پر ځان بسیا افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه دی. نوموړي دغه څرګندونې کابل ته د هند او بنګله دېش له راغلو یو شمیر علماوو سره لېدنه کې کړې دي. هغه ویلي، د سرپرست حکومت بیا واکمنېدو سره سترې اقتصادي پروژې پیل شوي، ګاونډیو هېوادونو او نړۍ یو شمېر سیمو ته سوداګرۍ پراخه او د صنعت برخه کې هم د پام وړ پرمختګ شوی دی. نوموړي زیاته کړې، د افغانستان نوي حکومت د بهرنیو له مرستو پرته خپلواک اقتصاد ته زمینه برابره کړې ده. ورته مهال د سرپرست حکومت لوړ پوړو چارواکو ویلي، د افغانستان شتمنیو کنګل او اقتصادي تحریمونه د هېواد د اقتصادي پرمختګ مخه ډب کړې ده.