د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، افغانستان ته د پاکستان د بورې صادراتو تر ۱۵برابره زیاتوالی موندلی دی. د دغو راپورونو پر بنسټ، د ۲۰۲۴ کال له جولای تر اکتوبر میاشتې له پاکستانه، افغانستان ته د ۹۱ میلیونه ډالرو په ارزښت بوره صادره شوې ده. خو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د روان زېږدیز کال له جنورۍ تر اکټوبر میاشتې له پاکستانه افغانستان ته د ۴۴ مېلیون ډالرو په ارزښت بوره وارده شوې ده. د دغه وزارت په وینا، په همدې موده کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ۹۳۸ میلیونه ډالره سوداګریزه راکړه ورکړه شوې چې، له دې منځه ۶۳۷ مېلیون ډالر یې صادرات او پاتې یې واردات دي. د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایي، هغه محدودیتونه چې، د پاکستان له لوري له افغانستان سره پر سوداګرۍ لګول کېږي، تل د صادراتو او وارداتو پر بهیر ناوړه اغېز کړی دی.