د میدان وردګو ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې په مرکز میدان ښار کې د یو میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د قلمونو د بسته بندۍ کارخونې فعالیت پیل کړی دی. د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، چې سرپرست حکومت د پانګوالو ملاتړ او دوی ته د اسانتیاوو په برابرولو کې ژمن دی او په دې برخه کې هر اړخیزې هڅې کوي. د مسوولینو په خبره دغه کارخونه د یوه ملي پانګوال له خوا جوړه شوې، چې اوس مهال ۲۰ کسانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې ده. ورته وخت کې د یادې کارخونې مسوولینو ویلي، چې په راتلونکي کې به د قلمونو په دغې کارخونې کې د بېګ قلم تولیدات هم پیل کړي.