د لغمان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د قرغیو ولسوالۍ په کشموند لرې پرته سیمه کې د ۸۴ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه روغتیایي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې دغه روغتیايي مرکز د کډوالو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ جوېږي، چې د سیمې اوسېدونکو ته به په روغتیايي برخې کې ګڼې اسانتیاوې برابرې شي. دیادولو وړ ده، چې د دغه روغتیايي مرکز د کار پيل سره د سیمې لسګونه تنو ته د درېیو میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده.