د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست له هېواده بهر د افغان سوداګرو پر پانګونې نیوکه کړې، نوموړي ویلي سوداګر باید په خپل هېواد کې دننه پانګونه وکړي. نور الدین عزیزي په پروان کې د روغتیایي توکو د یوې تولیدي کارخونې په پرانیستغونډه کې دغه څرګندونې کړې دي. عزیزي دغه راز ویلي، چې د سرپرست حکومت د بیا واکمنېدو راهیسې په هېواد کې ۹۸ سلنې کوچنۍ او لویې کارخونې فعاله شوې، چې په خبره یې، د دغو کارخونو شمېر ۵ زرو ته رسېدلی دی. په یاده پرانیست غونډه کې د پروان والي ویلي، چې هېواد کې په ځانګړې توګه پروان کې “زورواکي او باج اخیستل” پایته رسېدلي او په دغه ولایت کې د پانګونې ښه زمینه برابره شوې ده.