د افغانستان د زعفرانو ټولنه وایي، چې د زعفرانو د ګل په دغه فصل شاوخوا ۵۰ زره تنو ته لنډمهالې کاري زمینه برابره شوې چې ۹۵ سلنې یې ښځې دي. د مسوولینو په خبره، د زعفرانو ګل راټولول او نږدې ټول پروسس یې د ښځو او نجونو له لوري ترسره کېږي. ځینې دغه ښځې چې د زعفرانو په کروندو کې په کار بوختې دي وایي، له دې ځایه ترلاسه کېدونکی عاید د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کوي. د زعفرانو ګل راټولولو فصل هرات کې له شل ورځو تر یو میاشتې وخت نیسي خو د زعفرانو پروسس دې ښځو ته لا زیات کاري فرصتونه برابر کړي دي.